روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بهسودو کې د پیلوټانو او نورو سرتیرو د وژنې غچ اخلو

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایی: د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې به له هغو کسانو سره قانونی حساب کتاب کوی، چې د ملی اردو څرخی الوتکه یې نسکوره کړې ده.حیات الله حیات دوشنبې په ورځ د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د لیدو پر مهال وویل: ځواکونه به یې د پېښې له عاملینو د پیلوټانو او نورو سرتیرو د وژنې غچ اخلی: (( د بهسودو په ولسوالۍ کې واقعه وشوله، چې زموږ ځینې شازلمیان په کې شهیدان شول او هلیکوپټر سقوط وکړ، غواړم ډاډ درکړم ،چې د علیپور او د ده د کسانو له خوا ،چې دا کار شوی دی، هغوی به د خپلو کړنو او اعمالو په سزا باندې رسوو د قانون په چوکاټ کې.))د غیر مسووله وسله والو د قوماندان عبدالغنی علیپور کسانو تېره اوونۍ دا هلیکوپټره رانسکوره کړه ،چې ۴ عمله او ۵ د ملی اردو سرتیری په کې ووژل شول.له پېښې وروسته ملی دفاع وزارت د دغو وسله والو پرضد عملیات پیل کړی او وړمه ورځ یې د هغو وسلو او مهماتو تصویرونه خپاره کړل، چې پر وینا یې دې عملیاتو کې نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید