روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بهرنی ترهګر جنګیالی سوله ګواښی

افغان ځواکونو په هلمند کې د القاعده شبکې یو قوماندان وژلی او د هغه روزنیز کمپ یې له منځه وړی دی، دا څووم  ځل دی، چې په افغانستان کې د القاعده شبکې مهم غړی وژل کېږی. د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی، په هلمند کې یې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان وژلی دی. د ملی دفاع وزارت  تېره پنجشنبه/ د ثور ۳۰مه/ په خبرپاڼه کې وېیلی، افغان ځواکونو د هوایی ځواک په ملاتړ د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې تېره چهارشنبه د القاعده شبکې پر ښوونیز مرکز عملیات ترسره کړل.

په دغو عملیاتو کې د هند قارې لپاره د القاعدې شبکې قوماندان “علی پنجابی” له څلورو ملګرو سره او د ذاکر په ګډون د وسله والو طالبانو د سرګروپ په ګډون د دغې ډلې پینځه جنګیالی ووژل شول.

د ملی دفاع وزارت همداراز زیاتوی چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د القاعده شبکې ښوونیز مرکز، ۳ قرارګاوې، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوی.

د القاعده شبکې دغه غړی په هلمند کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. دغه کسان د پنجاب ایالت اصلی اوسېدونکی وو.

له دې مخکې هم په هلمند ولایت کې د هند جزیرې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړی وژل شوی وو. دا جنګیالی د لقاعده جنګیالی دی، چې د پاکستان اصلی اوسېدونکی دی.

په ۲۰۱۶ز کال کې هم په افغانستان او پاکستان کې د داعش قوماندان حافظ سعید د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې له ۲۹ نورو وسله والو ملګرو سره د امریکایی ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې د برېد ښکار شو. حافظ سعید د پاکستانی طالبانو له مشرۍ وروسته د داعش د خراسان ولایت د والی په توګه هم ټاکل شوی و.

په ورته وخت کې د ملې امنیت عمومی ریاست هم په کابل کې د وروستیو تروریستی پېښو په تړاو د داعش ډلې مهمه شبکه نېولې ده. دې شبکې په لسګونو خونړیو تروریستی بریدونو او پلانولو کې لاس درلود چې ځانمرګی بریدونه، چاودنې، اختطاف، راکټی بریدونه او هدفی وژنې پکې شاملې دی.

نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې د قلعه فتح الله پر تکیه خانې، په قمبر څلور لارې کې د مارشال محمدقسیم فهیم پر پوهنتون، د کورنیو چارو وزارت پر نوې ودانۍ، د جمهوری ریاست پر ودانۍ، د روښنایی پر جنبش، د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون او له آریا ښارګوټی څخه پر امریکا سفارت برید او په وروستی اختر کې په شکردره کې د مفتی نعمان د وژلو او د حبیبیې لېسې شا ته د دوو بهرنیو مېرمنو د تښتولو او وژلو په ګډون د لسګونو تروریستی بریدونو پلان او عملی کول منلی دی.

نیول شویو کسانو دا هم وېیلی چې مخور او جید مذهبی مشران او عالمان یې هم ترور کړی او پر مذهبی او عامه تاسیساتو یې چاودنې کړې دی.

په اصل کې القاعده، طالبان، داعش، حقانی او نورې ترهګریزې ډلې د پاکستان د یوه لاس ګوتې دی، دا ټولې ډلې د پاکستان د ګټو لپاره کار کوی او د پاکستان د پالیسۍ له مخې یې په افغانستان کې د سولې او ثبات مخه نیولې ده، همدا ترهګرې شبکې دی، چې په افغانستان کې یې د جګړې مشری تر ګوتو کړې او په دې جګړه کې عامه تاسیساتو ته زیانونه اړوی او مخنیوی یې کوی.

پاکستان بیا په دروغو وعدې کوی، چې ګنې د افغانستان لپاره د سولې په برخه کې مرسته کوی؟! خو د پاکستان اصلی څېره دا ده، چې د ترهګر، طالب، القاعده، داعش او نورو ډلو په جامه کې یې خپل جنګیالی د افغانستان په وړاندې مخامخ جګړه کې ښکېل کړی دی، دا په اصل کې د پاکستان پوځیان او څارګر دی. که پاکستان د افغانستان پرضد دا تمام عیاره جګړه بس نه کړی، نو د سولې  او ثبات لپاره هم هڅې ننګول کېږی. له  پاکستان سره د افغان حکومت وروستی کړکېچ هم په همدې اړه دی او په دې برخه کې افغان حکومت له نړیوالو غوښتنه کوی او دا مسئله  یې په نړیواله کچه مطرح کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید