روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بلاروس د هغو کسانو لېست خپور کړی چې هغه هېواد ته نه شی ورتللای

بلاروس د هغو کسانو لېست خپور کړی، چې هغه هېواد ته پر ننوتلو بندیز پرې لګول شوی دی.دا اعلام وروسته له هغې کېږی، چې اروپایی ټولنې په بلاروس کې د اګست د نهمې په انتخاباتو کې په درغلیو او د اپوزیسیون د فعالانو په ځپلو تورن لسګونه کسان د بندیزونو په فهرست کې شامل کړل.د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ تور ولګاوه چې هغه هېواد ته ،ځکه سزا ورکول کېږی چې د اروپایی ټولنې ضرب الاجل ته یې غاړه نه ده ایښې ،خو دې وزارت د هغو کسانو نومونه نه دی افشا کړی ، چې په تور لېست کې یې شامل کړی او ویلی یې دی، دا کار ځکه نه کوی ،چې منل شوی دیپلوماتیک اصول اجازه نه ورکوی.الکساندر لوکاشینکا ،چې ځان د بېلاروس د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی بولی د اروپایی ټولنې د بندیزونو په لېست کې نه دی شامل ،خو د دیپلوماتانو له قوله ویل شوی ،چې ښایی د ده نوم وروسته په لېست کې ورزیات شی.د امریکا د خزانې وزارت هم اعلام وکړ، چې د کورنیو چارو د وزیر په ګډون یې بلاروس پر اتو چارواکو بندیزونه لګولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید