روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

برېښنا شرکت: له برېښنا صادروونکو هېوادونو سره مو اړیکې ښې شوې

د افغانستان د برېښنا شرکت وایی: له هغو هېوادونو سره یې اړیکې خورا ښې شوې ،چې دا مهال ترې برېښنا را واردیږی.د برېښنا شرکت عملیاتی رئیس صفی الله احمدزی ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل، چې د تېرو جګړو له کبله د افغانستان د برېښنا سکتور ته د پام وړ زیانونه اوښتی.خو پر وینا یې، چې سره له دې هم د هېواد ۳۸ سلنه وګړی برېښنا ته لاسرسی لری ،چې یوازې ۲۲ سلنه یې په کور د ننه تولیدیږی او پاتې ۷۸ سلنه برخه یې له وارداتو پوره کېږی.د برېښنا شرکت چارواکو ویلی، تېر یوه کال کې یې۸،۲۴ څلور ېښت اعشاریه  میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړی، د برېښنا د تولید داخلی کمپنیو او ګاونډیو هېوادونو ته یې د برېښنا له درکه ۱۵۱ میلیونه ډالره تادیه کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید