روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

برېټانیا: په افغانستان کې مو شل کلن ماموریت په ناکامۍ پای ته ورساوه

د برېټانیا د دفاع وزیر بین والیس اعتراف کړی، چې په افغانستان کې د دوی تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد.والیس له ډیلی میل ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلی: دوی داسې یو افغانستان تر شاه پرې ‌نښود، د کوم لپاره چې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړل شوې.نوموړی زیاته کړې: په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو پر مهال د لویدیځ پوځی ماموریت چې د سلګونو عسکرو د وژل کېدو په بیه تمام شو ،خو بیا هم ناکام و.ده ویلی: تاریخ دا ښودلې وه، چې له افغانستانه د لوېدیځ له وتو وروسته به، دا هېواد یو ځل بیا خپل تېر حالت ته ور وګرځی.بین والیس په خپله مرکه کې له لوېدیځوالو دا پوښتنه هم مطرح کړې، که یې نه غوښتل چې هلته( افغانستان) کې پاتې شی، بیا ولې ورتلل؟

ممکن است شما دوست داشته باشید