روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

برېتانیا په تېر یوکال کې ۲۱۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته لېږدولی

د برېتانیا حکومت وایی: په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوی دی. په یوه بیان کې چې وړمه ورځ د برېتانیا حکومت خپور کړ راغلی ، چې په تېر یو کال کې د دې هېواد یو شمېر وګړی له خپلو کورنیو سره او زرګونه نور افغانان برېتانیا ته راویستل شوی دی. بیان زیاتوی چې د تېر کال له دوبی راهیسې د بشری حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له برېتانوی ځواکونو سره کار کړی و، دې هېواد ته لېږدول شوی دی. له دې مخکې د متحده عربی اماراتو چاپ نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې برېتانیا د دې افغانانو د استوګنې لپاره په ورځ کې تر یو میلیون پونډو پورې د هوټلونو کرایه پرې کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید