د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی وړمه ورځ له غرمې مخکې په افغانستان کې د برېتانیا سفیرې الېسن بلېک سره په ارګ کې وکتل.په دې کتنه کې جمهوررییس د افغانستان او برېتانیا ترمنځ د اړیکو په ټینګښت ټینګار وکړاو وې ویل: په جینوا کنفرانس کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د برېتانیا د مرستو او د افغانستان له امنیت، ثبات، پراختیا او ډیموکراتیک افغانستان چې خپلمنځی، سیمې او نړۍ سره په سوله کې وی او د خپلو تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولری، څخه د ملاتړ مننه وکړه.جمهوررییس وویل: برېتانیا دې له افغانستان سره د ډیجیټل کولو ستراتېژۍ د عملی کولو لپاره تخنیکی همکاری وکړی او زموږ له متحدینو سره یو ځای دې یو کنسرسیوم (ګډ ګروپ) جوړ شی، ترڅو زموږ بین المللی متحدین د ډیجیټل کولو ستراتېژۍ عملی کولو په برخه کې خپلې بریالۍ تجربې افغانستان سره شریکې کړی.جمهوررییس په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سوېلی آسیا لپاره د برېتانیا د دولت وزیر طارق محمود احمد سره د ویډیو کنفرانس له لارې د شویو ژمنو په تعقیب ټینګار وکړاو وې ویل: د کویډ ۱۹ د واکسین وېش، د سولې بهیر او نړیوالې ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په اړه بحث شوې ژمنې دې عملی شی.په افغانستان کې د برېتانیا سفیرې الېسن بلېک وویل: هېواد یې د افغانستان دولت او خلکو سره خپل مشارکت ته دوام ورکوی او په هغو برخو کې چې د افغانستان حکومت ورته اړتیا لری، برېتانیا خپلو همکاریو ته دوام ورکوی.الېسن بلېک وویل: هېواد یې د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوی او برېتانیا هم د جینوا کنفرانس د نورو متحدینو په څېر په افغانستان کې د تاوتریخوالی په سمدستی پای ته رسېدو ټینګار لری.