روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بریټانوی ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلی

بې بی سی انګلیسی په راپور کې ویلی، چې برېټانوی ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلی او بیا یې اسناد او شواهد له منځه وړی دی.دغه راپور د برېتانوی ځانګړو ځواکونو د یو شمېر هغو سرتېرو له قوله ،چې په افغانستان کې یې ماموریت تر سره کړی، خپور کړی دی.دغه سرتېرو ویلی، برېټانوی ځواکونو په افغانستان کې ګڼ شمېر بې دفاع اسیران وژلی او بیا یې اسناد او شواهد له منځه وړی دی.راپور وایی: د برېټانیا ځانګړو ځواکونو په داسې حال کې دا بې دفاع اسیران وژلی ، چې د هغوی له لوری دوی ته هېڅ راز ګواښ هم متوجه نه وو.سرچینې زیاته کړې: برېټانوی عسکرو په ۲۰۱۷ میلادی کال کې اووه هغه بې دفاع افغانان هم وژلی ، چې هڅه یې کوله ځانونه پټ کړی.
د یادونې ږو ده، چې وړاندې تر دې هم د ناټو عسکرو په افغانستان کې ورته وژنې کړې دی، خو د څېړنو تر ژمنې ورهاخوا یې په اړه هېڅ عملی اقدام نه دی شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید