د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
بریتانیا د بلاروس دوه دیپلوماټان وروسته له هغه وایستل، چې مینسک دوه برېتانیایی دیپلوماتان له بلاروسه وایستل.
دا په داسې حال کې ده، چې په بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر وړاندې لاریونونه زیات شوی او لاریون کوونکی له ده د استعفا غوښتنه کوی.د روان میلادی کال په اګسټ میاشت کې په بلاروس کې ولسمشریز انتخابات وشول، چې لویدیځ یې د نتیجې له منلو ډډه کړې ده.د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب پر خپله ټویټر پاڼه ویکلی: (( د لوکاشینکا رژیم نه شی کولای له درغلو ډکو انتخاباتو په اړه د برېتانیا خوله چپ کړی او د بلاروس د خلکو پر ضد تاوتریخوالی ته دوام ورکړی.)) راب وروسته له هغه دا خبره وکړه، چې د برېتانیا صدراعظم بوریس جانسن وویل ،چې د بهرنیو چارو وزارت یې په لندن کې د بلاروس سفیر احضار کړی.تر دې مخکې د بلاروس د بهرنیو چارو وزیر اناتول هلاز ویلی وو ،چې دوه برېتانیایی دیپلوماتان له خپلې خاورې باسی، ځکه هغوی په ورانوونکو فعالیتونو بوخت وو.