روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بدرنګه څېرې او د اقتدار خوبونه!؟

د نړۍ په هېڅ برخه کې هېڅ ټولنه له بدو، مغرضو ، پردیپالو او بدمرغو انسانانو څخه پاکه نه ده، هره ټولنه ښې او بدې څېرې لری. که څه هم د بدو انسانانو شتون ټولنې ته زیان رسوی، خو هغه ملتونه ډېر بدمرغه شوی، چې د چارو واګی یې د ناوړو انسانانو لاسونو ته لوېدلی وو.

په افغانستان کې تېر شل کاله د اقتدار واګی د همداسې پردیپالو خلکو په لاس کې وو، دلته انسانیت خپله اصلی څېره له لاسه ورکړې وه، د اشغال د دوام لپاره هڅې کېدې، هره ورځ به په اوسط ډول ۳۰۰ افغانانو ژوند له لاسه ورکاوه، ملوک الطوایفۍ حاکمې وې او فساد تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

خو واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته اشغال پای ته ورسېده، ځواکمن مرکزی حکومت حاکم ، سرتاسری امنیت تامین او فساد له ټولو ټیټې کچې ته راکښته شو.

دا هر یو په خپل ځای ډېر لوی نعمت او لاسته راوړنې دی، افغان ملت باید د دې شکر ادا کړی او له فعلی نظامه په ټوله معنی ملاتړ وکړی.

اوس هم ځینې متعصبې او بدرنګه څېرې د اقتدار خوبونه وینی او کوښښ کوی، چې افغانستان یو ځل بیا د بې ثباتۍ او تباهۍ په لور روان کړی، د همدغو هڅو په بهیر کې د روانې میاشتې په ۱۵مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې ځینې بې ضمیره، د نېشه یی توکو د قاچاق او مافیا سرلاری، پردیپال او تش په نامه افغانان سره راټول شوی وو او د افغانستان د بې ثباتۍ او اقتدار ته د رسېدو لپاره یې سلا مشورې کولې.

که څه هم د دوی له لوری خپاره شوی پرېکړه لیک کې د سیاسی حل غوښتنه شوې، خو دا هسې د افغان ملت د غولونې هڅه ده، کنه په تېر یو کال کې اسلامی امارت څو ځله د دوی په شمول ټولو ته د خبرو او ډیالوګ وړاندیز کړی، خو هر ځل د دوی له لوری رد شوی او په لوی لاس داسې غوښتنې مطرح شوی، چې منل یې ناشونی دی.

دغه ډول کړنې او فعالیتونه له دې پرته چې دوی نور هم په ملت کې بدنامه کړی، نوره هېڅ اغېزه نه لری؛ ځکه د اشغال پر مهال دوی ډېر بد تاریخ پرېښی، د لسګونه زره بېګناه هېوادوالو په وینو یې لاسونه سره دی، د اشغال د دوام لپاره یې له هېڅ ډول کړنې لاس نه دی نیولی، د شخصی ګټو لپاره یې د افغانستان د جغرافیې او استقلال په سر نه بښونکی جرمونه کړی.

افغان ملت له دوی د هېڅ راز خیر تمه نه لری، دوی امتحان ورکړى او شل کاله یې په پرله پسې ډول د ملت وینې څښلی او شتمنۍ یې زبېښلی دی.

دوی به ډېره هڅه وکړی چې اقتدار ته د رسېدو لپاره په یو او بل نامه افغانان استعمال کړی، خو دا هڅې به یې بې اغېزې ثابتې شی او ملت به په یوه خوله د «نه» ځواب ورکړی.

د دوی د غونډې پر مهال اتریش مېشتو افغانانو د دوی پر خلاف پراخ لاریون وکړ او د دوی دغه ډول غونډې یې د افغانستان پر ضد پروژې او دسیسې وبللې.

لوېدیځو رسنیو ډېره هڅه وکړه، چې دغې غونډې ته تبلیغاتی پوښښ ورکړی او یو ځل بیا د افغانانو سترګو ته خاورې ور وشیندی، خو له دوی د افغان ملت کرکې او نفرت یې دغه هڅې پر اوبو لاهو کړې او په زغرده یې ورسره مخالفت وښوده.

دوی څو ځله په ډېره سپین سترګۍ د افغانستان د تجزیې او د غیر متمرکز نظام غوښتنې مطرح کړی او له دې وروسته به هم د همدغسې شومو اهدافو لپاره کار کوی، اسلامی امارت مجبور او مکلف دی، چې د هیواد د علیا مصالحو له مخې او  له تجزیې څخه د مخنیوی لپاره هېچا ته اجازه ورنه کړی، چې دغه راز شومو موخو ته ورسېږی.

داسې ښکاری،چې دوی به خپله افغان ضد مفکوره او شخصی ګټې هېڅکله ارام کېناستلو ته پرې نږدی او بیا به هم په یو او بل نامه دغسې فعالیتونه وکړی، خو افغان ملت یې باید هر ځل په زغرده رد او په وړاندې یې د مخالفت غږ پورته کړی.

دغه راز د اسلامی امارت په مشرۍ سرپرست حکومت هم باید کوښښ وکړی، چې ملت ځان ته ورنږدې کړی، مشروع غوښتنې یې له پامه ونه غورځوی او دغه راز له نړۍ سره هم د تعامل او ډیالوګ په برخه کې رغنده او چټک ګامونه واخلی، چې د دغه ډول پردیپالو او پروژه یی څېرو افغانستان ضد کړنې او فعالیتونه په ټوله معنی شنډ او بې اغېزې شی او هیواد مو د تل لپاره له ثبات او امنیته برخمن شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید