روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بایډن: په عراق کې د امریکایی سرتېرو ماموریت پای ته رسېږی

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایی: په عراق کې یې د سرتېرو پوځی ماموریت د روان کال په وروستیو کې پای ته رسېږی.

بایډن په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدر اعظم مصطفی الکاظمی سره د کتنې پر مهال ووېیل، د عراقی ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ماموریت به یې دوام ولری.د دې لېدو کتو ګډه اعلامیه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپره کړې چې په کې راغلی، د عراق او امریکا راتلونکې اړیکې به د عراقی ځواکونو د روزنې او استخباراتی معلوماتو په شریکولو ورټولې وی.امریکا داسې مهال عراق کې خپل پوځی ماموریت پای ته رسوی چې لا هم په هغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې ګواښ پاتې دی.د تېر اختر په شپه داعش د بغداد له ګڼې ګوڼې یوه ډک مارکېټ کې برید وکړ چې لسګونه کسانوته یې مړه او ټپیان کړل.

ممکن است شما دوست داشته باشید