د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
سپینې ماڼۍ امریکا ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی او د ملی مصالحې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله د ورتګ خبر ورکړ.د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکی وایی،چې ولسمشر بایډن به د جون په ۲۵مه غنی او عبدالله ته په سپینې ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایی. له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، په داسې حال کې چې له افغانستانه امریکایی عسکر وځی، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړی.اعلامیه وړاندې لیکی: (( امریکا د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون له افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده،چې افغانانو ته دیپلوماتیکې، اقتصادی او بشری مرستې برابرې کړې.))اعلامیې همدا راز زیاته کړې، چې امریکا به د افغانستان له حکومت سره ژورې اړیکې ولری،چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نه شی او امریکا ته ګواښ پېښ نه کړی.په دغې اعلامیې کې دغه راز ویل شوی،چې امریکا د سولې د روان بهیر کلکه ننګه کوی او ((ټولې افغانې ډلې هڅوی چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو)) کې برخه واخلی.سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غنی د ورتګ خبر ورکوی چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.