روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بایډن غنی ته د امریکا د پوځی او سیاسی ملاتړ ډاډ ورکړ

له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو د بهیر د بشپړېدو په درشل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن او ولسمشر محمد اشرف غنی د جمعې په ماخوستن تېلفونی خبرې وکړې.ولسمشر غنی وایی: له جوبایډن سره د دواړو هېوادونو د بدلېدونکو خو دوامداره اړیکو په هکله غږېدلی دی.ولسمشر غنی همداراز وېیلی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ډاډ ورکړی، چې له افغان ځواکونو به دامریکا ملاتړ دوام ولری، ولسمشر غنی پر ټوېټر پاڼه لیکلی ،چې په‌دغو خبرو کې دواړو لورو د سولې او ټیکاو لپاره د افغانانو د اجماع پر اهمیت ټینګار کړی دی.په دغو خبرو کې وېیل شوی، چې افغان ځواکونه د هېواد د ساتنې او دفاع وړتیا لری.جوبایډن له‌ولسمشر غنی سره په خبرو کې یو ځل بیا له افغان حکومت سره د واشګټن د‌ دیپلوماتیکو او اقتصادی همکاریو د ملاتړ خبره کړې او د امنیتی ځواکونو او د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو ساتل یې مهم بللی دی.د امریکا ولسمشر په داسې حال کې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنه تازه کړې ،چې همدا څو ورځې وړاندې د امریکایی ځواکونو الوتکو د افغان ځواکونو په ننګه په کندهار کې پر طالبانو بمباری وکړه.تر دې وړاندې پنټاګون وېیلی و ،چې د ځانګړو افغان ځواکونو روزنې ته به په یوه بل هېواد کې دوام ورکړی.له بلې خوا ټاکل شوې ده ،چې په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن کابل ته راشی. د افغانستان او امریکا د مشرانو ترمنځ وروستۍ اړیکې وروسته له دې ډېرېږوی چې طالبانو یو شمېر ولسوالۍ ونیولې او د سولې په اړه یې شرطونه سخت کړل.دې ډلې وېیلی، چې په هغه صورت کې د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل ننګه کوی، چې مقابل لوری یې بې جګړې ورسره یوځای شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید