د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر جوبایډن خپل پخوانی همکار ران کلېن (Ron Klain) په سپینه ماڼۍ کې د خپل دفتر د رییس په توګه وټاکه.دا د امریکا په راروانه اداره کې مهمه څوکۍ ګڼل کېږی.د کلېن ټاکل کېدل هغه لومړیتوب جوتوی، چې بایډن د کورونا ویروس د کنټرول او د امریکا د لړزانده اقتصاد د مدیریت لپاره ټاکلی دی.ران کلېن په ۲۰۱۴م کال کې په لوېدیځه افریقا کې د ایبولا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې هڅې همغږې کولې.هغه په ۲۰۰۹م کال کې د پخوانی ولسمشر بارک اوباما په اداره کې له اقتصادی بحرانه د ژغورنې د پلانونو په عملی کولو کې هم رول لوبولی و.