روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بایډن افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړی کړل

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوو ځانګړو فرمانونو په صادرولو سره په افغانستان کې د افغان کډوالو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې وېزې د غوښتونکو د چارو لپاره ۳۰۰ میلیون ډالره منظور کړل.په لومړی فرمان کې راغلی ،چې د دغو مرستو سل میلیون ډالر دې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله په غیر منتظره ډول د بېځایه شویو کډوالو د اړتیاوو او هم امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې وېزې د غوښتونکو د چارو لپاره ځانګړې شی.د دویم فرمان له مخې، دوه سوه میلیون ډالره نور دې د ادارو او د امریکا د متحده ایالتونو د وزارتونو له منابعو څخه د ګډوالو، د جګړود قربانیانو او امریکا ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې غوښتوونکو په ګډون د نورو هغو کسانو د خیر ښیګڼې د چارو لپاره ځانګړې شی، چې په افغانستان کې د روان وضعیت له امله زیامن شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید