د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایی، د تاریخی آثارو او لرغونو سیمو د خوندیتوب لپاره ځانګړی تدابیر نیول شوی دی.
د دغه وزارت مرستیال رسول باوری د دوشنبې په ورځ د هېواد د فرهنګی میراثونو د ملاتړ او ساتنې د ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل چې په تېرو څلورو کلونو کې تر ۷۰ سلنې پورې تاریخی آثار ترمیم شوی دی. ښاغلی باوری زیاته کړه:
(( په تېرو څلورو کلونو کې له ۴۷ زیات تاریخی اثار ترمیم شوی چې دا په نسبی ډول سره ۷۰ سلنه ډېروالی ښیی، تر اوسه له ۵ زره زیات تاریخی ابدې پېژندل شوې دی.))
پهدغه غونډه کې د افغان ولسمشر پیغام هم ولوستل شو چې د افغانستان د تاریخی آثارو ساتنې او ارزښت په تړاو ټینګار شوی و. دا پهداسې حال کې ده چې د کابل موزیم د مسوولینو دمعلوماتو له مخې، اوس هم د هېواد زرګونه تاریخی آثار چې د کورنیو او بهرنیوقاچاق کوونکو لهخوا د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول شوی، د حکومت او یونېسکو له هڅو سره سره، هېواد ته نهدی راوړل شوی.