روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اېټالیا په افغانستان کې د لرغونو ځایونو د رغونې کارونه بیا پیلوی

اېټالیایی چارواکی وایی ،چې د افغانستان د لرغونو اوتاریخی ځایونو د ترمیمولو نیمګړې کارونه بیا پیلوی.اېټالیایی رسنیو د تېرې پنجشنبه په ورځ راپور ورکړ ،چې د دغه هېواد د کلتوری، تعلیمی او سیاحتی څانګې مسئولې کریستینا منګازی له افغانستان سره د خپل هېواد کلتوری اړیکو ته په اشارې وویل: هېواد یې په افغانستان کې خپلې نیمګړې کلتوری پروژې بیا پیلوی.راپور کې ویل شوی، په دې لړ کې یې ډېر تمرکز د افغانستان پر لرغونو او تاریخی ځایونو په تېره بیا پر بامیانو ولایت دی.د تېر کال پر اګست کې په افغانستان د اسلامی امارت له بیا وکمنېدو وروسته اکثرو هېوادونو په افغانستان کې خپلې پروژې نیمګړې پرېښودې.

ممکن است شما دوست داشته باشید