روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایچ. پیلوری څنګه د معدې ټپ رامنځته کوی؟

Helicobacter pylori یا (H. pylori) د بکتریا یو ډول دی. دغه میکروب د انسان وجود ته ننوځی او د هاضمی سیستم داخل په معده کې ژوند پېلوی. کله چې یې په معده کې ځای ونیولو؛ څو کاله وروسته بیا په معده یا کوچنیو کولمو کې د ټپ سبب کیږی. په ځینو کسانو کې آن د معدې د سرطان سبب کیږی.

په H. Pylori اخته کېدل په ټوله نړۍ کې عام دی، کابو د نړۍ د نفوس ۲۳مه برخه انسانان په خپل وجود کې دغه بکتریا لری خو په ډیری انسانانو کې یې نښې نه ښکاره کیږی.

  1. Pylori څنګه ناروغی رامنځته کوی؟

تر پیړیو پیړیو روغتیا پوهانو داسې فکر کاوه چې یواځې ذهنی فشار، مساله لرونکی خواړه، سګریټ څکول او د ژوند ځینې نور ناوړه عادتونه د معدې ټپ رامنځته کوی، خو کله چې په ۱۹۸۲ کال کې روغتیا پوهانو څیړنه وکړه نو ویې موندل چې یو ډول میکروب هم شته چې د معدې په تیزابی محیط کې ژوند کوی او د معدې د ټپ سبب کیږی.

کله چې د H. Pylori بکرتیا وجود ته داخله شی؛ مستقیماً د معدې په پوښ (حجروی دېوال) برید کوی او د معدې دیوال سوری کوی. وروسته بیا په معده کې د خوړو د هضم لپاره شته تیزاب جوړ شوی ټپ شړوی او د معدې د ټپ سبب کیږی.

د H. Pylori بکرتیا د ناپاکو اوبو او خوړو له لارې انسانانو ته داخلیږی. دغه ناروغی په هغو هیوادونو او ټولنو کې په لویه پیمانه پیدا کیږی چې د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ وی. دغه بکتریا په کوچنیوالی کې د انسان وجود ته داخلیږی خو کولی شی چې د لویانو وجود ته هم داخله شی.

د ناروغۍ نښې نښانې

په عمومی توګه په H. Pylori اخته ناروغان کومې ځانګړې نښانې او علایم نه لری خو کله چې یو انسان پرې اخته شی لاندې علایم په کې راښکاره کیږی:

زړه بدوالی

استفراق (کانګې)

د ګېډې درد

زړه سوځېدل

اسهال

په ډکو متیازو (غایطه موادو) کې توروالی، سوروالی او وینه

د ناروغۍ تشخیص:

څنګه د H. Pylori معاینات کولی شو؟

د ایچ پایلوری ناروغۍ د تشخیص لپاره له څو لارو کار اخیستل کیږی.

۱ــ UBT یا د یوریا تنفس په ذریعه تشخیص: کوم ناروغان چې په دغې لارې یې د ناروغۍ تشخیص کیږی؛ ورته سپارښتنه کیږی چې د تشخیص له ورځې کابو دوه اونۍ وړاندې باید د انتی بیوتیک درمل خوړل پریږدی.

د تشخیص پر مهال ناروغ ته یو ډول مایعات ورکول کیږی چې یوریا نومیږی. ناروغ دغه مایعات څښی او لس دقیقی وروسته یې تنفس معاینه کیږی. که چیری په ایچ پایلوری اخته وی نو په وجود کې یې یوریا په کاربن دای اکساید بدلیږی او له خولې یې د کاربن دای اکساید بد بوی راځی.

۲ــ وینه معاینه کول: د وینی معاینات د دې لپاره ترسره کیږی چې په وجود کې د H. Pylori انتی باډی معلومه کړی. انتی باډی د پروتین یو ډول دی چې د وجود دفاعی سیستم په وسیله جوړیږی او په وجود کې له بېګانه جسمونو سره مقابله کوی. د وینی معاینات یواځې کولی شی چې معلوم کړی د ناروغ په وینه کې د H. Pylori انتی باډی شته او که نه؟

۳ــ د غایطه موادو معاینه کول: د غایطه موادو معاینه کول کولی شی په ډکو متیازو کې د H. Pylori نښانې وښیې. د دغې معایناتو له مخې معلومیږی چې له درملنې وروسته هم په ناروغ کې د H. Pylori آثار پاتې که له منځه تللی دی.

۴ــ Biopsy یا د حجرې میکروسکوپی معاینه کول: په دې معایناتو کې له معدې څخه حجره اخیستل کیږی او بیا تر میکروسکوپ لاندې په کې د H. Pylori بکتریا کتل کیږی. دغه معاینات د انډوسکوپی معایناتو په نوم یادیږی. د معدې یا کوچنیو کولمو کې د ټپ معلومولو لپاره غوره لار همدا انډوسکوپی معاینات دی چې په آسانۍ په کې د ناروغۍ تشخیص کیدلی شی. په دې طریقه معلومیږی چې ناروغ په معده یا کولمو کې ټپ، وینه او یا سرطان لری او که نه.

د H. Pylori درملنه:

هغه ناروغان چې د H. Pylori معایناتو نتیجه یې مثبته وی، کولی شی لاندې درمل له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وکاروی:

۱ــ (OAC) یا Omeprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو ورځو لپاره

۲ــ (BMT) یا Bismuth subsalicylate, metronidazole, and tetracycline د څوارلسو ورځو لپاره

۳ــ (LAC) یا Lansoprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو او څوارلسو ورځو لپاره

مخنیوی:

د ایچ پایلوری د مخنیوی لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقایه هم اړینه بلل کیږی. په دغه نارغۍ اخته او سالم کسان ټول باید لاندې ټکی په نظر کې ونیسی:

  • له ډوډۍ خوړلو وړاندې او له تشناب څخه وروسته باید لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمینځل شی. همداراز دغه سپارښتنه باید د کورنۍ کوچنیو ماشومانو ته هم وشی.
  • له هغه خوړو او اوبو څخه باید ځان وساتل شی چې ناپاکې وی.
  • هغه خواړه باید ونه خوړل چې په سمه او بشپړه توګه پاخه شوی نه وی.
  • په خپله هم باید په ناپاکو لاسونو خواړه ونه خوړل شی او هم د هغه چا د لاس خوړو نه ځان وساتل شی چې په ناپاکو لاسونو یې چمتو کړی وی.

له دې هاخوا له فشار، مساله لرونکو خواړو، الکولی مشروباتو او سګریټ څکولو څخه ځان وساتل شی. فشار، الکولی مشروبات، مساله لرونکی خواړه او څګریټ څکول په معده کې زخم نه جوړوی خو جوړ شوی زخم شړوی او د ناروغۍ د زیاتوالی سبب کیږی. د ذهنی فشار ناروغان باید له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړی څو له فشاره د خلاصون آسانه لار ورته وښیې. او هغوی چې سګریټ څکوی باید له مشرانو وپوښتی چې څنګه کولی شی د سګریټ څکول پریږدی.  ډاکټر محمد اجمل درمان

ممکن است شما دوست داشته باشید