روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران په کابل کې د وروستی برید مسوول دى

د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر ماىک پمپىو، ویلی چې دوې اوونۍ مخکې په کابل کې په بمی برىد کې د اىران لاس و. په هغه برىد کې څلور ملکی وگړی شهیدان شوی او څلور امرىکاىی عسکر ټپىان شوی وو.ښاغلی پمپىو په واشنگټن ډی سی کې د خبرو پر وخت په سىمه کې د څو برىدونو ىادونه وکړه چې په وىنا ىې اىران پلوه کسانو کړی او په ترڅ کې ىې په کابل کې د جوزا د لسمې نېټې بمی برىد ىادونه هم وکړه. ددغه برىد مسوولىت طالبانو منلى و.د عمان په خلىج کې د تېلو پر ټانکرونو برىد، په بغداد کې د امرىکا سفارت ته نژدې د راکټ لگېدل او په سعودی عربستان کې پر ىو هواىی ډگر د توغندىو برىدونه هغه نور موارد وو چې د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر اىران په کې په لاس لرلو پړ وباله.ښاغلی پمپىو ووىل: ((کله چې په کلی توگه وگوروو ټول دغه برىدونه نړىوالې سولې او امنىت ته څرگند گواښ دى، څرگند برىدونه…او د کړکېچ د سختېدو د نه منلو وړ کمپاىن د اىران له لوری کېږی.))خو په کابل کې د اىران سفارت د کابل په یاد بمی برىد کې د اىران لاس درلودل (( بې بنسټه )) تور گڼلى دى.په هغه اعلامىه کې چې د اىران د سفارت له خوا خپره شوې راغلی دی: (( د امریکا متحد اىالتونه دغه بې بنسټه تورونه په داسې حال کې مطرح کوی چې د اىران اسلامی جمهوریت خپلو ملی گټو او امنىت ته په پاملرنه د افغانستان له دولت سره پدغه گاونډی هېواد کې د ثبات، امنىت او سولې په ټىنگښت کې نژدې همکاری کړې ده.))امرىکا په څو تېرو اوونىو کې څو ځلې اىران ملامت کړى چې په سىمه کې ىې پر امرىکاىی اهدافو برىدونه کړی ، خو دا لومړى ځل دى چې په افغانستان د بمی برىد په پړه پر اىران وراچوی.د افغانستان حکومت په داسې حال کې چې د امرىکا متحد اىالتونه خپل مهم ستراتىژىک متحد گڼی، په عىن وخت کې ىې هڅه کړې چې د اىران د دولت سره ښې اړىکې ولری.په دې وروستىو کې د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت اعلام وکړ چې په سىمه کې کړکېچ ته په پاملرنې لازمه ده چې افغانستان د دواړو اړخونو سره د ىو (( دوست هېواد )) په توگه د امرىکا او اىران ترمنځ له کړکېچ نه ځان لرې وساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید