روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران په عراق کې وسله والو ته د توغندیو سپارل ردوی

ایران هغه راپور رد کړ، چې ګنې په عراق کې یې خپلو متحدو شیعه وسله والو ته بالستیک توغندی سپارلی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوى بهرام قاسمی ویلی ، چې دا ډول دروغ او بې معنی خبر له دې پرته چې د ایران بهرنۍ اړیکې په تېره بیا له ګاونډیانو سره اغېزمنې کړی، بله موخه نه لری.روېټرز خبری اژانس د جمعې په ورځ د درېیو ایرانی چارواکو او همداراز د یوې عراقۍ او دوو لوېدیځو استخباراتی سرچینو په قول وویل ، چې ایران خپل لنډ واټنه بالستیک توغندی په وروستیو میاشتو کې په عراق کې خپلو متحدانو ته لېږلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید