د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اټومی انرژۍ نړیواله اداره وایی، چې ایران په خپلو څو نااعلام شویو اټومی بټیو کې د یورانیمو د موندل شویو نښو په اړه د وضاحت په ورکولو کې پاتې راغلی او لا هم د ۲۰۱۵ میلادی کال په اټومی موافقه کې له ټاکلې اندازې د زیاتو غنی شویو یورانیمو تولید ته دوام ورکوی.دا خبر د ملګرو ملتونو د اټومی انرژۍ نړیوالې ادارې IAEA د خپلو دوو جلا راپورونو پر اساس ورکړی دی.له دې سره ښایی هغه مذاکرات له ستونزو سره مخ شی، چې د ایران او د شپږو پیاوړو قدرتونو ترمنځ د اټومی موافقې د احیا په مقصد په ویانا کې پیل شوی دی.په راپور کې د IAEA عمومی مشر رافایل ګروسی ویلی: تهران د هغو اټومی موادو د ذرو په اړه لازم وضاحت نه دی ورکړی، چې د دې هېواد په درېیو اټومی بټیو کې د دې ادارې د تفتیش پر مهال موندل شوی دی.IAEA په خپل دویم راپور کې اټکل کړ، چې د ایران د غنی شویو یورانیمو زېرمې ۳۲۴۱ کیلوګرامو ته رسېږی ،چې د اټومی موافقې له ټاکلې اندازې شااوخوا ۱۶ ځلی لوړه ده.