روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د افغان دولت د درىځ ملاتړ کوی

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د ترکىې په استانبول ښار کې (( د اسىا زړه – استانبول پروسه )) اتم کنفرانس په څنډه کې د اىران د بهرنىو چارو له وزىر ډاکټر محمد جواد ظرىف سره وکتل.په دې کتنه کې دواړو لورىو د افغانستان او اىران تر منځ د اقتصادی همکارىو او اړىکو د لا پراختىا په هکله بحث او خبرې وکړې.د اىران د بهرنىو چارو وزىر ووىل، دوى په دې باور دی چې د افغانستان دولت باىد د راتلونکو مذاکراتو محور وی. دوى د افغانستان د ټولو لاسته راوړنو په خوندىتوب ټىنګار کوی او غواړی په افغانستان کې جنګ پاى ته ورسېږی او سوله تامىن شی.ده ووىل موږ د افغانستان د ولسمشرىزو ټاکنو په اړه د افغان دولت د درىځ چې د اساسی قانون په اصولو ولاړ درىځ دى، ملاتړ کوو.جمهور رییس غنی د سولې په اړه خپل درىځ او پلان تشرىح کړ او وې وىل، سوله د افغان حکومت مهم لومړىتوب او زموږ د هېوادوالو اساسی غوښتنه ده، خو اساس به دا وی چې اوربند وشی او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځاىونو ستونزه حل شی. ده زىاته کړه، د نېشه ىی توکو او د سىمې د ستونزو د حل لپاره د ټولو ګډه همکاری حتمی ده.جمهوررییس د افغانستان امنىت او ثبات د اىران په ګډون د سىمې او نړۍ د امن او ثبات لپاره ګټور وباله او ټىنګار ىې وکړ چې موږ به د هغو ترورىستی ډلو پرضد چې په افغانستان کې فعالىت کوی مبارزه وکړو.محمد اشرف غنی د افغانستان او اىران تارىخی اړىکو او مناسباتو ته په اشارې ووىل، د دغو دواړو هېوادونو همکاری او ښه مناسبات د سىمې د ثبات او اقتصادی ودې لپاره ګټور دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید