د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ایران وایی: تر راتلونکو درېیو میاشتو به افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړی.ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې ایرانی چارواکو یو دری میاشتینی قرارداد لاسلیک کړی، چې پر بنسټ به یې دغه هیواد تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې افغانستان ته خپل تېل او ګاز صادر کړلی شی.د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی کاظمی قمی ویلی، هیواد یې له خپل قلمرو څخه د افغانستان لور ته د ګازو او نفتو د ترانزیت درې میاشتینۍ اجازه ورکړې ده.د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوی چې واک ته د اسلامی امارت له رسېدو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادی راکړې ورکړې کچه د تېر په پرتله څو ځله زیاته شوې ده.