روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران د اټومی تړون په اړه د ځنډېدلو خبرو پیلولو ته چمتو دی

د اروپایی ټولنې جګپوړی چارواکی وایی، چې ایران چمتو دی، چې د اټومی تړون په اړه ځنډېدلې خبرې د سپټمبر میاشتې په لومړیو کې پیل کړی.فرانسپرس او ډی‌پی‌اې اژانسونو پرون په جلا راپورونو کې د جګپوړی چارواکی له قوله ،چې د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط‌یې څرګندونې کړی، وېیلی : ایرانی استازو په وروستیو ورځو کې ورته دا ډاډ ورکړی، چې خبرې به په ویانا کې بېرته پیل شی.دغه چارواکی وېیلی، چې د ایران د اټومی پروګرام په اړه د اروپایی ټولنې مرکچی اینریکی مورا تېره اوونۍ په تهران کې د ایران د نوی ولسمشر ابراهیم رییسی د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی او د ایران د مرکچی پلاوی له مشر حسین امیر عبدالهیان سره‌یې خبرې کړې دی.د دغه چارواکی پر وینا: ټاکل شوې چې امیر عبدالهیان به د رییسی په کابینه کې د بهرنیو چارو د وزیر دنده مخ ته وړی، خو تر اوسه دا خبره رسمی نه‌ده اعلام شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید