روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران د اورګاډی پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره نښلوی

د ایران د ښار جوړونې مرستیال وزیر خیرالله خادمی وړمه ورځ د دې د پروژې د پرانیستې پر مهال وویل ،چې دا پټلۍ به د ایران چابهار بندر له افغانستان او بیا منځنۍ آسیا سره وصل کړی.ایرانی رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران د زاهدان – چابهار اورګاډی پټلۍ ۶۲۸ کیلومتره ده، چې له چابهار او زاهدان څخه به تیریږی او د افغانستان د نیمروز ولایت زرنج ته به رسېږی.خادمی وایی: دا د ایران تر ټولو اوږده پروژه ده، چې له اقتصادی بندیزونو سره سره به پلې شی. د ده پر وینا د ۱۵۰ کیلومتره پټلۍ د غځولو کار به د روان هجری شمسی کال تر پای بشپړه شی.ایرانې چارواکې وایی، چې دا پروژه به د تهران سیمه ییز تړونونه په ځانګړی توګه د ایران، افغانستان او هند ترمینځ دری اړخیز تړونونه تقویه کړی او په نهایت کې به د چابهار بندر د فعالیت لامل شی.ده وویل ،چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د چابهار بندر د پراختیا او عملیاتو پروسه څلور چنده شوې او اوس شاوخوا دری نیم میلیونه ټنو ته رسیدلې ده.د ایرانی چارواکی پر وینا د پلان موخه د مرکزی آسیا او افغانستان سره د سمندرونو د اوبو خلاصول دی.افغانستان له تیرو څو کلونو راهیسې په دې لټه دی ،چې د اقتصادی توکو د لېږد رالېږد لپاره بدیله لار ومومی او د پاکستان له فشاره، چې تل له اقتصادی لارو د فشار په ډول ګټه پورته کوی ځان خلاص کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید