روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران د افغان زده کوونکولپاره ۵۰۰ بورسونه اعلام کړل

د لوړو زده کړو وزارت وایی: ایران د ماسترۍ او دوکتورا په برخه کې ۵۰۰ بورسونه ورکړی دی. د لوړو زده کړو وزارت په دې د تړاو تاند ته را استولې خبرپاڼه کې ویلی: دا هوکړه د دې وزارت د اکاډمیکو چارو د انسجام عمومی رییس فرهاد شهید زاده سره د ایران د علومو او ټکنالوژۍ وزارت او د یو شمېر پوهنتونو د رییسانو تر منځ لیدنه کې شوې ده.خبرپاڼه کاږی له دې ۵۰۰ بورسونو څخه ۳۰۰ یې د پوهنتون استادانو ته ځانګړی شوی او افغانستان به خپل نوی محصلین د میزان (تلې) میاشتې په لومړۍ نېټه ایران ته استوی.افغان لوری دغه راز په لیدنه کې له ایران څخه غوښتی ،چې په پراختیایی، د نصاب د تدوین، علمی څېړنو او د لایحو د بیا ارزونې په تړاو به ورسره خپلې تجربې شریکې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید