د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کډوالو نړیوالې اداره (( آی او ایم )) وایی: په تېرو پنځو میاشتو کې له بهرنیو هېوادونو څخه ۱۹۱۶۵۸ افغان کډوال یا خپل هېواد ته شړل شوی او یا په خپله خوښه راستانه شوی دی.په دغو کډوالو کې یې ۱۸۱۹۳۳ یې له ایران او ۹۷۲۵ نور یې له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته راغلی.د کډوالو د نړیوالې ادارې په راپور کې ویل شوی چې د ۲۰۱۹ م کال له پیل څخه د مې تر ۲۵ نېټې ، ایران ۱۰۲۵۴۹ او پاکستان ۲۱۹۴ افغان کډوال افغانستان ته را شړلی دی.پر ایران او پاکستان سربېره له ځینو نورو اروپایی هېوادونو څخه هم سلګونه افغانان خپل وطن ته راستانه شوی او شړل شوی دی. آی او ایم وایی چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۷۶۰ افغانان له اروپایی هېوادونو څخه افغانستان ته راغلی دی.د راستنېدو او شړل کېدو علتونه: په هرات کې د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکی وایی: پر ایران د امریکا د اقتصادی بندیزونو د زیاتېدو له امله له دغه هېواد څخه وطن ته د افغان کډوالو ستنېدو لړۍ چټکه شوې، خو د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت ویاند محمد رضا باهر وایی: له ایران څخه وطن ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر د تېر کال سره چندانې توپیر نه لری.ښاغلی باهر هم وایی: په ایران د بندیزونو له امله چې د دغه هېواد پیسو خپل ارزښت له لاسه ورکړی د دې سبب شوی، چې ډېر افغانان په خپله خوښه وطن ته ستانه شی.محمد رضا باهر امریکا غږ ته ویلی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۸۴۰۰۰ افغانان له ایران څخه راستانه شوی چې یوازې ۱۱۰۰ یې په ایران کې د اوسېدو قانونی اسناد درلودل او پاتې نور ناقانونه اوسېدل.ښاغلی باهر وویل: (( د دغه شمېر نیمایی یې هغه کډوال دی، چې په خپله په داوطلبانه ډول ستانه شوی او نیمایی نور د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا په اجباری ډول ستنېدلو ته اړ شوی دی)) د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت دغه چارواکی: وایی د ایرانی پیسو ارزښت له لاسه ورکول د دې سبب شوی چې ډېر افغانان پخپله له ایران څخه افغانستان ته ستانه شی.ښاغلی باهر وویل : (( دا کډوال پریکړه کوی چې افغانستان ته ستانه شی او یو زیات شمیر یې پریکړه کوی، چې د ایران څخه ترکیه ته په غیر قانونی ډول لاړ شی او ځانونه اروپایی هېوادونو ته ورسوی. )) دا وزارت وایی: په ۱۳۹۶ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ افغانان وطن ته را ستانه شوی وو ،خو دا شمېر په تېر۱۳۹۷ کال کې دوه چنده شوی و.