روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران او جرمنی د افغانستان په روان وضعیت د ایران او جرمنی اندېښنه

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د جرمنی له ځانګړی استازی مارکس پوتزل سره خبرې کړې دی.دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پر بهیر بحثونه کړی دی. یادو استازو په افغانستان کې اوسنۍ نا امنی د جدی اندېښنې وړ بللې ده او تمه یې څرګنده کړې چې په مذاکراتو کې پرمختګ وشی او د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای لپاره یو دایمی حل پیدا شی. یادو دواړو هېوادونو ویلی چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوی خو دلته اوسنی تاوتریخوالی او نا امنۍ هم اندېښمن کړی دی.په ورته وخت کې قزاقستان هېواد هم د سولې له روان بهیر خپل ملاتړ څرګند کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید