روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ایران او ازبکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالی د کمېدو غوښتنه کړې

 د افغانستان لپاره د ایران د حکومت ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف سره کتلی دی.دواړو لورو په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او روانې جګړې د اندېښنې وړ بللې او دلته یې د تاوتریخوالی پر کمېدو ټینګار کړی دی.دوی ویلی : په افغانستان کې جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده ،نو ښکېلو لورو ته په کار ده، چې د جګړې پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړی او په دې توګه افغانستان ته دایمی سوله او ثبات راولی.ایران او ازبکستان په دې حساسو شرایطو کې د اوربند رامنځ ته کول د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا یاده کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتی، چې خبرو ته له دوام سره هم مهاله دې اوربند رامنځ ته کړی او جګړې دې ودروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید