د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
څېړنه وایی، تېرکال د هغو اټمی وسلو شمېر کم شوى چې د نړیوالو قدرتونو له خوا ساتل کېږی. د ستاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ په کلنی راپور کې ویلی، د ٢٠١٩مىلادی کال په پیل کې روسیه، امریکا او ٧ نور هېوادونه ١٣زره ٨۶۵ اټمی وسلې لری. حال دا چې د ٢٠١٨مىلادی کال په پیل کې د دغو وسلو شمېر ١۴زره ۴۶۵ ته ورسېد. د ستاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ وایی، د اټمی وسلو شمېر تر ډېره په روسیه او امریکا کې کم شوى چې دواړه د ټولو اټمی وسلو ٩٠ فیصده لری.