د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د سویرو- دونیڅک ښاروال، اولکساندر ستریوک وایی: دغه ستراتیژیک ښار اوس د روسی ځواکونو په کنټرول کې دی او د اوکراین تر ولکې لاندې، نورو سیمو ته یې غځېدلې لارې تړل شوې دی.ستریوک ویلی، له دې ښاره وتل یوازې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو ممکن دی.د سویرودونیڅک ښاروال ویلی، د اوکراین تر ولکې لاندې نورو سیمو ته وتل ناممکن دی او په ښار کې شا و خوا لس زره ملکی وګړی لالهانده او ګیر پاتې دی.