روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اوچا: ۲۱ میلیونه افغانان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لری

د ملګروملتو د بشری مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایی، چې په افغانستان کې اقلیمی بدلون  د هوا د تودېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د بې ساری وهل کېدو لامل شوی. یادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې له بشری بحرانونو او د هوا له بدلون سره د مقابلې او د دایمی حل لارو د موندلو لپاره مالی مرستو ته اړتیا ده. اوچا وایی: په وروستیو ۷۰ کلونو کې په افغانستان کې د هوا د تودوخې کلنی اوسط یو اعشاریه ۸ سانتی ګراده زیات شوی او اټکل کېږی چې تر ۲۰۵۰ میلادی کاله یوه نیمه درجه نور لوړ شی. د ملګروملتو د مرستو د همغږۍ اداره زیاتوی، حاضردمه په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د څښاک له پاکو یا صحی اوبو بې برخې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید