روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اووه ناوړه عادتونه چې ستاسو د بریالیتوب مخه نیسی

که تاسو بریالی اشخاص وینئ، دوی په آسانې دې مقام ته نه دی رسیدلی او په دې لاره کې یې هر ډول سختۍ او تکلیفونه ګاللی دی. که غواړئ خپل هدف په اسانۍ ترلاسه کړئ، نو لومړی دا اووه عادتونه له ځانه لرې کړئ، بیا خپل فعالیت ته دوام ورکړئ.

لومړی: واک او صلاحیت نورو ته ورکول

که تاسو د بریاوو ژوند غواړئ، نو ددې لپاره ښه خبره دا ده چې خپلې چارې په خپله ترسره کړئ او خپل صلاحیت بل چاته مه ورکوئ. خپل کنترول هېڅکله له لاسه مه ورکوئ، ځکه ستاسو کنترول ستاسو اوسنی مقام ښه رهبری کولی شی او د کنترول نشتون ستاسو بریا شکمنوی.

دوهم: زړه نا زړه کېدل

که تاسو د ښه راتلونکی هیله لرئ او غواړئ بری ترلاسه کړئ، نو ددې لپاره باید هر اړخیزه فکر ولرئ، ددې ترڅنګ په هر ډول ښوونیزو (اکاډومیکو) غونډو او مجلسونو کې برخه واخلئ، زړه مه وهئ، هغویو ته غوږ ونیسئ، تقلید ترې وکړئ او چې څومره ژر امکان لری، هلته په سټېج (درېز) وینا وکړئ او خپل شخصیت نورو ته ور معرفی کړئ.

دریم: د منفی فکر لرونکو خلکو سره ناسته

تاسو په ژوند کې د څومره منفی خلکو سره ناسته پاسته لرئ؟ که تاسې په ورځنېو چارو کې له داسې ملګرو سره مخ کېږئ چې نظریات او مفکورې یې منفی او د تشویق له اړخه صفر وی، نو له داسې ملګرو له ناستې پاستې ځان را ټول کړئ او هغه انرژی چې تاسو یې له هغویو سره مصرفوئ، که په خپل ځان یې مصرف کړئ، آغېز یې ښه پایله لرلی شی.

څلورم: نوښت نه کول که تاسې په تېر کې ژوند کوئ او د نوښت په اړه کوم پلان ونه لرئ، نو دا ستاسو ناکامی ده او د پرمختګ هیله مه کوئ. په تېر کې پاتې کېدل ستاسو د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځی. لطفاً د خپلو فعالیتونو لپاره یو منظم او د نوښت ډک پلان جوړ کړئ؛ څو مو بری په برخه شی.

پینځم:ځنډ کول

ستاسو د ژوند هره لحظه تر هر څه ډېره ارزښتناکه ده، او ضایع کول یې ستاسې لپاره بد زیری دی،  ځکه وخت سره زر دی او باید قیمتی وګڼل شی. له وخت مو ښه استفاده وکړئ او بې ځایه یې مه تېروئ. دا هم مهمه ده، که مو چارې د ورځې پای ته ورسېدې، نو په مثبتو فکرونو خپل فری ټایم بوخت کړئ.

شپږم: مایوسه کېدل که تاسې څو ځل د خپل ښه راتلونکی لپاره سترو ازموینو کې برخه اخیستې وی او بیا یې پایله منفی اعلان شوې وی، نو ورته مه نا امېده کېږئ او راتلونکې ازموینې ته پوره چمتوالی ونیسئ. کلک هوډ او قوی عزم ستاسو د بریالیتوب مزل راکموی. اووم: راتلونکی ته هیله مندی نه لرل که تاسې خپلې چارې مخته وړئ او ددې هیله نه لرئ چې کار مو ګټور دی او یا به ښه مخته ولاړ شی، په دې کار سره خپل بریالتیوب په لوی لاس د ګواښ سره مخ کوئ. لطفاً خپلو فعالیتونو ته مو دوام ورکړئ او د مثبتې پایلې لپاره یې هیله مندی ولرئ.

لیکواله: لولی ډسکال

ژباړن: حضرت عثمان نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید