د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د نورستان کامدېش او برګی مټال ولسوالیو اوسېدونکی وایی: دواړو ولسوالیو ته د غځېدلی سړک په اوږدو کې څو ځایه وسلهوالو طالبانو د تالاشۍ پوستې جوړې کړی، دوی دولت پلوه کسان نیسی او یادو سیمو ته د خوراکی موادو انتقال ته هم اجازه نه ورکوی.بلخوا د نورستان والی حافظ عبدالقیوم د یکشنبې په ورځ آزادۍ راډیوته د کامدېش او برګیمټال په لویه لاره کې شته امنیتی ستونزې تائید کړې او ویې ویل، چې د لارې د پوره خلاصولو لهپاره ېې هڅې پیل کړی دی.دی وایی: (( موږ د یادې لارې خلاصولو او له طالبانو د پاکولو لپاره دوه پلانونه لرو، لومړی کوښښ کوو چې د قومی سپینږیرو او دینی عالمانو په وسیله سړک پرانېزو او که هغه ونهشی نو بیا کوښښ کوو، چې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د مشرانو پام راجلب کړو، په کامدېش او برګیمټال ته تللې لاره کې پوځی عملیات ترسره کړو، خو موږ نه غواړو چې خلکو ته زیان ورسوو.))کامدېش او برګیمټال د نورستان په ختیځ کې هغه لېرې پرتې ولسوالۍ دی چې د کوزې پښتونخوا د چترال ولسوالۍ سره شریکه پوله لری.د کامدېش او برګیمټال اوسېدونکی پهداسې حال کې په خپلو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو لهخوا په لاره کې د چک پوسټونو له جوړولو شکایت کوی ، چې دې ته ورته ستونزې په لویدیځ نورستان کې موجودې دی چې د خلکو ژوند یې مشکلاتو سره مخ کړی دی.