روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اوربند د سولې لپاره [ سره کرښه ] ده!

افغان حکومت د سولې لپاره پوره چمتوالى لری او ولسمشر محمد اشرف غنی هم له طالبانو سره د سولې لپاره اووه ماده ییزه طرحه وړاندې کړې ده، چې په کور د ننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه ابعاد په کې په پام کې نیول شوی دی. خو افغان حکومت د سولې  لپاره هغه مهال غوره بولی، چې طالبان تر هر څه وړاندې اروبند وکړی. د اوربند نېټه هم لږ ترلږه یوه میاشت ټاکل شوې ده، له دې وړاندې تېر کال یوازې او یوازې د لوى اختر ورځې ټاکل شوې وې، چې دښمنو لوریو په ځانګړې توګه پاکستان، طالبان دې ته نه پرېښودل. د تېر کال په کوچنی اختر کې طالبانو اوربند وکړ، په پام کې وه، چې دوې میاشتې وروسته د لوى اختر شپې ورځې هم په اوربند او سوله کې تېرې شی، افغان حکومت د دې لپاره چمتوالى ونیو، خو طالبانو پر غزنی په ډله ییز برید سره دا هر څه له خاورو سره خاورې کړل او یوځل بیا ثابته شوه، چې هغوى د سولې او یا لږ ترلږه د یوې ورځې لپاره هم د اوربند، واک او اختیار نه لری. تېر کال پر غزنی ډله ییز برید کې نه یوازې طالب او ترهګرې ډلې شاملې وې، بلکې د پاکستان او ایران ملېشو او د دغو هېوادونو څارګرو اجنټانو هم په کې برخه اخیستې وه. په هغه برید کې ګڼ ملکی کسان هم ووژل شول، خو د پاکستانی ملېشو مړی له چا پټ نه وو. له هغه وروسته، چې تېر کال بیا د امریکا له خوا زلمى خلیلزاد په افغانستان کې د سولې را وستو لپاره استازى وټاکل شو او لس میاشتې یې په قطر کې له طالب استازیو سره خبرې وکړې، نو په دې موده کې هم طالبانو له ترهګریزو اویرغلیزو بریدونو لاس وانه خیست. د شمېرو له مخې په تېر یوه کال کې طالبانو څه ناڅه یو نیم لک ملکی کسان وژلی او دا لړۍ اوس هم روانه ده. د هغوى د جګړو او ترهګریزو بریدونو له امله، نورو ترهګرو ډلو ته هم زمینه برابره ده، چې پر افغانستان ترهګریز بریدونه کوی. په دې منځ کې د داعش په نامه بله ترهګره ډله هم د پاکستان او روسیې له خوا په افغانستان کې جګېږی، خو بیا هم طالبان اوربند نه کوی، هغوى په اصل کې د اوربند هېڅ واک او اختیار نه لری. خو افغان حکومت اوس په نړیواله کچه د طالب او ترهګرو ډلو تر شا د هېوادونو هویت بربنډ کړى دى! طالبان په اصل کې د دغو دښمنو لوریو د ګټو لپاره په افغانستان کې جګړه کوی او د پرمختګ ، امنیت ،سولې او ثبات خنډ ګرځی. دغو دښمنو هېوادونو د طالب په خوله له امریکایی پلاوی سره په قطر کې د سولې تر نامه لاندې، خپل امتیازونه غوښتل او د طالب په خوله یې دا خبره ټینګه مطرح کوله چې، باید ژر ترژره د امریکاپه مشرۍ بهرنی ځواکونه له افغانستانه ووزی. دغو دښمنو هېوادونو غوښتل، چې افغانستان یوازې پرېښودل شی او د هر ډول نړیوال ملاتړ په نه شتون کې افغانستان د هغوى د اوامرو تابع وګرځی، چې په پایله کې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ پر ځالو بدل او سیمه او نړۍ ترې وګواښی. د قطر د خبرو په جریان کې په افغانستان کې سخت ترهګریز بریدونه او هدفی وژنې کېدې، چې دغه امتیاز پرې تر لاسه کړی! خو د تېر سپټمبر په اوومه د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د قطر د خبرو لړۍ ودروله او له هغوى سره یې خبرې (( مړې )) اعلام کړې. افغان حکومت د دغه دریځ ننګه وکړه، خو اوس یوځل بیا په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره د امریکا استازى زلمى خلیزاد د سیمې او نړۍ پر سفر وتلى، چې روسیه او پاکستان هم په کې شامل دی او خلیلزاد د دغوهېوادونو له مشرانو سره لومړى د مسکو په غونډه کې وکتل او دا دى پرون اسلام اباد ته تللى دى. په همداسې موقع افغان ولسمشر د سولې لپاره اووه ماده ییزه طرحه جوړه کړې، چې په کور د ننه او په نړیواله کچه یې ملاتړ شوى دى. په دې طرحه کې اوربند او له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرې کول مهم شرایط ښودل شوی دی. افغان حکومت له دې پرته له طالبانو سره د سولې خبرې بې ګټې بولی. په سیمه ییزه او نړیواله کچه هم د افغان حکومت له پلان سره سم او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ شوى دى. خو له طالبانو سره د سولې خبرې باید روښانه او ټول ملت سیمې او نړۍ ته مالومې وی، ځکه د قطر په لسو میاشتو کې نهه پړاوه خبرې ګونګې او د افغانستان لپاره لویه دسیسه وه، چې ملت بله داسې دسیسه نه شی زغملى. نو ځکه د سولې لپاره هر ګام باید روښانه او نتیجه ورکوونکى وی، د دې لپاره لومړى اوربند مهم دى، چې باید طالبان یې د یوې میاشتې لپاره اعلام کړاى شی او باید دا کار وکړی،ځکه له دې پرته به پر هر ځاى کې ځپل کېږی او د امریکا په مشرۍ ناټو هم په اسانۍ سره د ترهګرۍ پرضد د افغان حکومت له ملاتړ او روزنې لاس نه اخلی. څو ورځې وړاندې ناټو په بروکسل کې په خپله سرمشریزه کې یوځل بیا د اوږد مهال لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ او د روزنې د ماموریت د دوام اعلام وکړ، نو چې داسې ده، طالبان دې په دې تمه نه پاتې کېږی، چې ګنې افغان حکومت به بهرنى ملاتړ له لاسه ورکړی او یا به له کوم قید او شرط پرته بهرنی ځواکونه له افغانستانه وزی، بلکې افغان حکومت اوږدمهاله نړیوال ملاتړ له ځانه سره لری، نو طالبان یې په جګړه نه شی ګټلى. هغوى اړ دی، چې سوله وکړی او د دې لپاره وسله واله مبارزه پرېږدی او سوله ییز ژوندانه ته را وګرځی!

هدایت الله نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید