د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی امارت لوړ پوړی چارواکی او د قطر دفتر غړی انس حقانی وایی، افغانان باید د سیاست په ډګر کې هم داسې بریالی شئ، لکه د جګړې په ډګر کې چې یئ. ښاغلی حقانی دغه څرګندونې دوشنبې په ورځ د شوروی یرغل د ۴۲ مې کلیزې په مناسبت لوګر کې جوړې شوې قومی غونډې ته د وینا پر مهال کړی.نوموړی د خپلو خبرو پر دوام پر خلکو غږ وکړ، چې د نوی حکومت په پیاوړتیا کې په ګډه کار وکړی او ټینګار یې وکړ، چې افغانان باید له تاریخه زده کړه وکړی، څو د جګړې ډګر په څېر د سیاست په ډګر کې هم بریالی شی.دغه راز ښاغلی حقانی زیاته کړه، څوک چې په ځان کې اهلیت نه وینی، د مسلمانانو حقونه دې نه تلف کوی او دا ډول کسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې دوی دې خپل ځای بل چاته پرېږدی.