روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اناناس د هاضمې سیستم پیاوړی کوی

اناناس، په استوایی سیمو کې له  کېلې وروسته ډېره خوښېدونکې مېوه ده. اناناس د برومیلیاد کورنۍ یوازېنۍ مېوه ده، چې د خوراک وړ ده. دا مېوه روغتیا ته خورا ډېرې ګټې لری ،چې دلته یې د ځینو یادونه کوو.په دې استوایی مېوه کې شته منګنیز د هډوکو په جوړولو، تقویې او د ماتو شویو هډوکو په پیوند کولو او درملنه کې بې ساری مرسته کوی. اناناس د التهاب ضد خاصیت لری او دردونه اراموی.په اناناس کې شته برومیلین په بدن کې له اضافی اسیدو سره مقابله کوی، له منځه یې وړی او له پانقراس څخه ترشح کېدونکی مواد چې له هاضمې سره مرسته کوی منظموی.د وېټامین سی بډایه سرچینه بلل کېږی او له هغو ویروسونو سره مقابله کوی ، چې د ټوخی او زکام لامل کېږی. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې په ژمی کې یخ وهلی وی او په اسانۍ سره نه روغیږی. دغه مېوه اورۍ قوی کوی او د وخت په تېرېدو سره د سترګو د شاوخوا پوستکی د ګونځې کېدو مخه نیسی.اناناس د زړه لپاره ګټوره مېوه ده، په کې شته فایبر یې قبضیت له منځه وړی او د هاضمې سیستم پیاوړی کوی. د وینې غوړ منظموی او وده ګړندۍ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید