د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د امنیتی ادارو چارواکو ، د ټاکنو د دوو کمېسیونونو رییسانو او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو قوماندان د شنبې په ورځ په فوق العاده غونډه کې د تلې د شپږمې ورځې د جمهوری ریاست د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی وویل، چې د کورنیو چارو په وزارت کې په دې جوړه شوې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابی، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد،د ملی امنیت د شورا او د ملی امنیت د ریاست مرستیالانو, د ټاکنو د دوو کمېسیونونو رییسانو او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم برخه لرله.ښاغلی رحیمی وویل: د غونډې برخه والو د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره هم د ټاکنو د امنیت پر اوړندو مسئلو خبرې وکړې.د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغانستان امنیتی ادارو ته د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې د پنځه زره او ۳۷۳مرکزونو لېست سپارلی دی، خو د دغه کمېسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وایی: امنیتی ادارو ورته د څلور زره ۹۴۲ مرکزونو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.په افغانستان کې امنیت د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کېږی.له بلې خوا دملی دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایی: د ملی دفاع وزارت به د افغانستان ټولو ولسوالیو ته د ټاکنو له ورځې وړاندې ټاکنیز مواد ورسوی.ښاغلی احمدزی وویل: د ټاکنو په ورځ به ټول افغان امنیتی ځواکونه لومړۍ درجه احضارات ولری.ده د ټاکنو په بهیر کې د افغان امنیتی ادارو په بې طرفه پاتې کېدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ټولو امنیتی او دفاعی ځواکونو ته امر شوی، چې د ټاکنو د بهیر د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلی. ټاکل شوې د را روانې شنبې په ورځ به د افغانستان د جمهوری ریاست ټاکنې و شی.