روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا کې په دوو کورونو کې د چاودنو له امله ۴ کسان وژل شوی

په امریکا کې په دوو کورونو کې د چاودنو او اورلګیدنې له امله څلورو تنو ژوند لاسه ورکړی.  د امریکا په نیبراسکا ایالت کې په دوو جلا کورونو کې په هممهاله توګه د چاودنو په پایله کې د رامنځته شوې  اورلګېدنې له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. د نیبراسکا پولیس وایی کېدای شی چې دا چاودنې د وسله والې نښتې له امله رامنځته شوې وی. عینی شاهدان وایی، له چاودنې مخکې یې د ډزو غږونه اورېدلی دی. پولیسو ویلی ، چې د دې پېښې یو تن شکمن کس چې کېدای شی د دې برید سره تړاو ولری د نیولو په خاطر هلې ځلې پیل کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید