روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا: پر اسرائیلی ټانکر برید ته به ( مناسب ځواب) ورکړو

دجرمنی خبری آژانس د رپوټ پر بنسټ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن د یکشنبې په ورځ وویل، چې متحده ایالات اوس له خپلو متحدینو سره دغه برید ته د ((مناسب ځواب)) ورکولو پر پریکړې خبرې او نظرونه تبادله کوی.بلینکن ټینګار وکړ، چې امریکا د شواهدو تر برسۍ وروسته  دې نتیجې ته رسیدلې ، چې ایران د جولای په ۲۹ تمه د بی پیلوټه الوتکې په وسیله دغه برید ترسره کړی دی. په دغه برید کې یو برېتانوی او یو رومانوی وګړی وژل شوی وو.بلینکن ټینګار کړی، چې د دې حملې لپاره هېڅ توجیه نشته. ده ووېیل، چې د ایران اقدامات نړیوال تجارت، د کښتۍ چلونې آزادی او د کښتیو د پرسونل ژوند په خطر کې اچوی.مخکې تر دې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب، او د هغه اسرائیلی سیال ویائیر لاپید هم ایران د دې برید مسئول ګڼلی وو.

ممکن است شما دوست داشته باشید