روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا پاکستان ته ۱۲۵میلیونه ډالره پوځی مرسته تصویب کړه

په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره عملی ګامونه لا نه دی اخىستی، د امرىکا د بهرنىو چار وزارت د پاکستان د اىف ۱۶ جنګی الوتکو د ملاتړ لپاره ۱۲۵ میلىونه ډالره تصوىب کړل.

د امرىکا په بهرنىو چارو وزارت کې د دفاعی امنىت د همکارۍ اداره وایی چې پاکستان ته د اىف ۱۶ جنګی الوتکو د ملاتړ لپاره د ۱۲۵ میلىونه ډالرو معامله تصوىبوی او ورسره به امرىکایی ټىم هلته لاړ شی.

د پاکستان حکومت د خپلو اىف ۱۶ جنګی الوتکو د تخنىکی ملاتړ لپاره له امرىکا مرسته غوښتې ده. دا مرسته د پاکستان د دفاع لپاره خورا ضروری بلل کېږی.

د امرىکا حکومت پاکستان ته دا مرسته وروسته له دې منظور کړه چې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان په واشنګټن کې د امرىکا له ولسمشر سره په خبرو کې چمتووالى وښود چې پر طالبانو به فشار راوړی او د افغانستان د جګړې په پاى ته رسولو کې به کومک وکړی.

د ټرمپ او عمران خان له کتنې وروسته د پاکستان په وړاندې د امرىکا درىځ او د چارواکو لهجه نرمه شوې ده. خو په پاکستان کې د بشری حقونو مدافعان او مدنی فعالان

اندېښنه لری چې د پاکستان پوځی مرسته به د دې سبب شی چې پوځ د خلکو ځپلو ته لا ډېر دوام ورکړی.

له بلې خوا، سره له دې چې د امرىکا حکومت د جمعې په ورځ د هند د سی ۱۷ ترانسپورتی الوتکو لپاره ۶۷۰ میلىونه ډالره تصوىب کړل، پاکستان ته د پوځی مرستې ورکړه، د هند او امرىکا اړىکې اغېزمنولى شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید