د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
امریکا په هند کې د کورونا ویروس د خورا زیاتې خپرېدا له امله د روانې اوونۍ د سې شنبې له ورځې له هند څخه ورتلونکو ته اجازه نهورکوی.د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکی وایی: د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوی د ادارې په سپارښتنه پرېکړه وشوه چې له هنده متحده ایالتونو ته د ورتلونکو کسانو پر سفر بندیز ولګول شی.د سپینې ماڼۍ د ویاندې پر وینا، دا بندیز په دې خاطر لګول کېږی ،چې په هند کې د دې ویروس پرمختللې بڼه په چټکه خپرېږی.هند وړمه ورځ اعلام وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې یې شاوخوا څلور لکه مثبتې پېښې ثبت کړی چې دا یو نوی ریکارډ دی. تر دې وړاندې په ۱۰ ورځو کې هند هره ورځ شاوخوا درې لکه پېښې ثبتولې.