روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا : له نړیوالو شریکانو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا سفارت وایی: دوی اوس هم له افغانستان سره له ټولو ستر مرسته کوونکی هېواد دی او له تېر یوه کال راهیسې یې ۱،۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده. دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت نوې شارژدافیرې مېرمن کرن ډېکر پر خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی دی. مېرمن ډېکر ویلی: له خپلو نړیوالو متحدینو، شریکانو او نړیوالو برخه اخیستونکو ملګرو سره په ګډه د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوی. دې زیاته کړه، په دې ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې ورته د ستایلو وړ دی او دا په خپله په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا یوه پیاوړې نښه ګڼل کېږی. دا وایی: د امریکا متحده ایالتونه له افغانستان سره د بشرپالو مرستو یوازینی ستر تمویلوونکی هېواد دی.د دې په وینا: د ۲۰۲۱ م کال له اګست میاشتې راهیسې یې هېواد له افغانستان سره د  ۱،۱ میلیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا لا وړمه ورځ له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو مرسته اعلان کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید