د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا متحدو ایالتونو وړمه ورځ له افغانستان سره ۲۶۶ میلیون ډالره بشری مرسته اعلام کړه.د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) وویل: دا مرسته د هغو افغانانو لپاره ده، چې په اوس وخت کې له شدیدې غذایی ناامنۍ سره مخ دی.د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې پر وینا : په دې مرسته کې ۱۵۷ میلیون ډالره د دوی له لوری ورکول کېږی او په مجموع کې امریکا په ۲۰۲۰ مالی کال کې افغانستان ته تر ۵۴۳ میلیون ډالره زیاته بشری مرسته ورکوی.امریکا دا مرسته په داسې حال کې اعلام کړه، چې افغانستان په حساس پړاو کې دی او د بشری مرستو اړتیا خورا زیاته شوې ده. پر جګړو او له امله یې د لکونو افغانانو د بېځایه کېدو او کورونا ویروس ترڅنګ د افغانستان یو شمېر سیمې یو وار بیا سختې وچکالۍ ځپلې دی.د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له خبر سره سم، د مرستې اعلام له افغانستان او افغانانو سره د متحدو ایالتونو د تلپاتې مشارکت دوام دی او له دې سره له ۲۰۲۰ م کال راهیسې افغانستان ته د امریکا د بشری مرستو اندازه ۳ میلیارده او ۹۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږی.