روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا له افغانستان سره همکاریوو ته دوام ورکوی

په حقیقت کې افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره پر مهم لومړیتوب بدل شوی دی، امریکا هم د افغانستان وضعیت د خپل ځان لپاره مهم بولی او د افغانستان د ننګولو لپاره ترهګری، د هغوی پر زیان هم ده، بلکې ټوله سیمه او نړۍ ګواښی.

اوس چې د ترهګرۍ پرضد له طالبانو څخه د امریکا د مبارزې تمه شلېدلې او طالبان له ترهګرۍ سره نه شلېدونکې اړیکې پالی، نو امریکا هم اړه ده، چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یا خپله ښکېل شی او یا هم له افغان حکومت سره ملګرتیا ته دوام ورکړی، ځکه اوس یوازې او یوازې په سیمه ییزه او نړیواله کچه افغان ځواکونه دی، چې د دې ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.

ناټو او نړیواله ټولنه هم دغه خطر ته متوجې دی، د القاعده غړی او فعالیتونه لا هم په افغانستان کې شته او طالبان د هغوی له ملاتړ پرته سم فعالیتونه نه شی کولی، د ترهګرۍ او په تېره بیا د القاعده ملاتړی لوری لکه پاکستان، روسیه او ایران هم د دې ترهګرۍ پر مټ په افغانستان کې د خپلو ګټو د دوام او د امریکا په وړاندې له دې ډلو کار اخلی.

عرب سوداګر او شمتن هم پر فلسطین د اسرائیلو د یرغل او دغه راز د غاصب اسرائیل په ملاتړ د امریکا پرضد له ترهګرۍ سره مرسته کوی، چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې خطرونه ډېر کړی دی. دغه شتمن او سوداګر تر ډېره خپلې مرستې د پاکستان له لارې د القاعده او نورو ترهګریزو ډلو د ملاتړ لپاره کوی، چې په هر ځای کې د امریکا او د امریکا په وړاندې خنډونه رامنځته کړی، خو دا یې له یاده وتلې، چې افغانستان اسلامی هېواد دی او اوس چې بهرنی ځواکونه له افغانستانه وزی، نو دلته باید د دې ډلو د فعالیت لپاره له مرستو تېر شی.

عرب شیخان هم ښایی د پاکستان له لارې د ترهګرۍ او القاعده له ملاتړه تېر شی او ډېر دوام ونه کړی، ځکه اوس له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په درشل کې پاکستان په ټول وس هڅې کوی، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې یې امریکا ته اډې ورکړې، دا کار به له یوې خوا د عرب شیخانو ملاتړ تر پوښتنې لاندې راولی او بل دا چې د ترهګرۍ ضد مبارزه به د ترهګرۍ په ځالو کې تمرکز وکړی. که پاکستان تر خپل کنټرول لاندې امریکا ته پوځی اډې ورکړی او امریکا هم دا اډې د ترهګرۍ ځپلو لپاره غواړی، نو په هغه صورت کې بیا امریکا اړه ده، چې د پاکستان تر ملاتړ لاندې د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته مخه کړی!

په اصل کې دا ترهګریزې ډلې له افغانستان سره د امریکا او ناټو د همکاریو یوازنی بنسټ رامنځته کوی، امریکا او ناټو اړ دی، چې افغانستان د ترهګرۍ له خطره وژغوری، افغان حکومت ته په دې اړه هغوی ډاډ ورکړی او دا یقینی ډاډ دی.

که بیا هم پاکستان د ځان سپینولو لپاره افغانستان ته د ترهګریزو ځالو د انتقال هڅه وکړی، نو په کې به یې د ناکامۍ امکان تر نورکله هم ډېر وی، ځکه ترهګری به تر څار لاندې وی او پاکستان به دا کار ونه شی کړای!

څه چې مهم دی، هغه د افغانستان ستراتیژیک اهمیت دی، چې باید له ترهګرۍ خوندی وساتل شی، په دې کې هم امریکا، هم روسیه او هم نړۍ په ځانګړې توګه اروپا خپل ثبات وینی او د دغه ثبات لپاره به د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوی!

په دغه صورت کې غوره ده، چې طالبان له ترهګریزو ډلو جلا شی او د خپل پایښت او موخو تر لاسه  کولو لپاره سیاست ته مخه کړی، د دې لپاره فرصتونه شته، ملی او نړیواله اجماع هم دا حکم کوی، چې طالبان سیاست ته مخه کړی او له انزوا ځان وژغوری.

ممکن است شما دوست داشته باشید