د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راسن وېلسن د افغانستان د ملی روغې جوړې عالی شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلی دی.د وېلسن او عبدالله لیدنه وړمه ورځ شوې او دواړو لورو د افغانستان په روان وضعیت، سولې پروسې او له افغانستان سره د امریکا پر کړیو ژمنو خبرې کړې دی.د سپېدار خبرپاڼه وایی، وېلسن په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړی، چې امریکا به له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې د نویو اړیکو د فصل په چوکاټ کې عملی کړی.وېلسن د افغان سیاسیونو او مشرانو له خوا یوالی هم خوښی ښودلې وېیلی یې دی، چې امریکا هڅه کوی، افغانستان کې د سولې لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.نوموړی زیاته کړې، چې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو او افغانستان څخه به د امریکا ملاتړ دوام ولری.په ورته وخت کې عبدالله وېیلی، د افغان دولت او ولس غوښتنه د جګړې او تاوتریخوالی ژر تر ژره درېدل ځکه جګړې خلکو ته سخت زیاتونه اړولی دی.عبدالله یو ځل بیا ټینګار کړی، چې جګړه د حل لار نه ده او فغان ولس له خپل هېواد او ارزښتونو څخه د دفاع توان لری.