روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا له افغانستانه ډېر نظامی تجهیزات ایستلی

د امریکا د دفاع وزارت دوو لوړپوړو چارواکو د دغه هېواد سنا ته د وینا پر مهال وېیلی، چې د سرتېرو د ایستلو چاره یې ۲۰سلنه بشپړه شوې ده.د دوی په خبره له افغانستان یې په ګڼو پروازونو کې د سرتېر تر څنګ نظامی تجهیزات هم را ایستلی او دوی بریالی شوی، چې له دغه هېواده ۳۸ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامی تجهیزات بېرته امریکا ته ولېږدوی. دغه دوو لوړ پوړو چارواکو همدا راز ټینګار کړی چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به یې هم له افغانستان سره خپلې ژمنې پر ځای وی.دوی وایی چې په دغه هېواد کې د امنیت پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د نېشه یی توکو کاروبار دی چې باید له منځه یووړل شی.امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې بل لورته بیا تازه امریکایی سناتوران او سیاسی ډلې د سرتېرو تر ایستلو وروسته د دغه هېواد د نظامی بودیجې کمول غواړی.یو شمېر امریکایی سناتورانو او ځینو سیاسی ډلو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په یوه لیک کې لیکلی، چې له افغانستانه د سرتېرو د ویستلو اغېزه باید په ټولو برخو کې محسوس وی.د دوی په وینا پر افغان جګړه هر کال میلیاردونه ډالر لګېدل نو له همدې امله د دې اړتیا ده چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته د راتلونکی کال په بودیجه کې د پنټاګون لپاره ځانګړې شوې بودیجه د پام وړ راکمه کړل شی.دوی ټینګار کوی چې د امریکا یوه بې پایه جګړه پر خلاصېدو ده نو ځکه امریکا ته په کار ده چې سپما ته مخه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید