روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا له افغانستانه مخ نه دی ګرځولی

ولسمشر محمد اشرف غنی وایی : امریکا مخ نه دی ګرځولی او له افغانستان سره یې همکاری دوام لری.ولسمشر غنی دا خبره د واشنګټن پُسټ ورځپاڼې ته کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ورسره خبرې کړې دی.د نوموړی پر وینا که طالبانو سوله ونه کړی، نه یوازې افغان ځواکونه، بلکې ټول افغان ولس به یې په مخ کې ودرېږی.ولسمشر غنی دغه راز زیاته کړې ،چې که وضعیت له کنټروله ووځی د امریکا کورنی امنیت به هم له ګواښ سره مخ شی.بلې خوا یو شمېر امریکایی چارواکی له افغانستانه د سرتېرو په وتلو اندېښمن دی او وایی د دې احتمال شته ،چې په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شی.د سی آی اې د پخوانی مشر جنرال ډېوېډ پټریوس پر وینا : طالبان د حکومت د شریکولو او له سوله ییزو لارو د ستونزو د حل پلان نه لری له همدې امله د دې احتمال شته ،چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شی.ده زیاته کړې ،چې د جګړې د دوام په صورت کې به امریکا د سرتېرو د اېستلو له پرېکړې تېره شی او په افغانستان کې به د جګړې د ختمولو لپاره اقدام وکړی.نوموړی تمه ښودلې ،چې د سولې پروسه پایلې ولری او که داسې و نه شی، نو امریکا به ډېره ژر پر خپلو پرېکړو پښېمانه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید