روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

امریکا راتلونکې اوونۍ له اسلامی امارت سره په دوحه کې نوې خبرې پیلوی

ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د امریکایی چارواکو او اسلامی امارت  تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پیل شی.دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې او ویلی یې دی، چې راتلونکې اوونۍ به د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ولاړ شی او د اسلامی امارت له چارواکوسره به د دوو اوونیو لپاره مذاکرات وکړی.د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایی: په دغو پنځلس ورځنیو مذاکراتو کې به پر بېلا بېلو مسایلو خبرې وشی.نوموړی زیاته کړې، تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمی ګټو، د پاتې امریکایی وګړو او هغو افغانانو پر ایستلو ،چې امریکا  ورته ژمنه ده او همدا راز د افغانستان پر اقتصادی وضعیت  بحثونه کېږی.ټاکل شوې ،چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړی او د امریکا له ځانګړی استازی سره به یو امریکایی پلاوی هم مل وی چې په دې مذاکراتو کې به برخه واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید