د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د یو ایس ارمی په نامه خبری رسنۍ راپور ورکړی، چې امریکا غواړی خپل کومکی تازه دمی ځواکونه افغانستان ته راواستوی.راپور وایی: پنټاګون دغه قطعه تازه فعاله کړې او افغانستان ته به راروان منی کې راورسېږی. د کومکی ځواکونو دغه څلورم نمبر کنډک به په افغانستان کې د روزنې او مشورې چارې سرته ورسوی، په داسې حال کې چې د دغو ځواکونو یو یو کنډک تر دې وړاندې عراق او افریقا ته هم استول شوی دی.دغه کنډک چې اته سوه ځواکونه به ولری افغانستان ته له راتګ وروسته به د هغو ځواکونو ځای ونیسی چې امریکا ایستلی وی. دا خبر په داسې حال کې ورکول شوی، چې د امریکا دفاع وزارت ویلی، تر اوسه ورته ټرمپ د ځواکونو ایستلو هېڅ ډول امر نه دی کړی.تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوی وو، چې ټرمپ د کرونا له کبله له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی دی.